IQNA

  د سورئې په دمشق کې د « شام مصحف » نومې ننداره ترسره شو + ویډیو

10:33 - September 06, 2025
د خبر لمبر: 3491654
ایکنا - د سورئې ملي قرآن، چې د «مصحف شام» په نوم یادیږي، د دمشق په شپږ شپېتم نړیوال نندارتون کې د دعه هېواد د اوقافو وزارت په سټال کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

  ایکنا نیوز د سانا له قوله راپور راکوي، ویل کېږي چې مصحف شام په نړۍ کې تر ټولو لوي خطي قرآن دی، چې د ۲۰ کلونو دوامداره کار وروسته، د هنري ځانګړتیاوو او علمي دقت په مراعات کولو سره لیکل شوی دی.

دا پروژه د «محمد معتز عبید» لخوا د ۱۷ هېوادونو د ۶۲ خوشنویسانو په ګډون سره پلي شوې او دا قرآن د لومړي ځل لپاره د دمشق په شپږ شپېتم نړیوال نندارتون کې، چې د اقتصادي او کلتوري پیښې په توګه د اګست له ۲۸ تر ۳۱ (د وږي له ۶ تر ۹) ترسره شوی، نندارې ته وړاندې شو.

د دغه قرآن د کتابت نظر  په ۲۰۰۵ کال کې رامینځته شو، کله چې محمد معتز عبید پریکړه وکړه، دا پروژه پلي کړي،  څو یو بې‌ساری قرآن، چې د معنوي او هنري ارزښتونو مظهر  وي، سورئې او اسلامي نړۍ ته وړاندې کړي.

د دغې پروژې عملي پړاو د دمشق په زاړه ښار کې د «خان اسعد پاشا» په نوم ځای کې پیل شو، چیرې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خوشنویسان د قرآن د بشپړ کتابت لپاره په یوه ځانګړي نندارتون کې  ټول شول.

د عبید په وینا، د کتابت پړاو په یوه کال کې بشپړ شو او د شام مصحف اصلي پاڼې په ۲۰۰۶ کال کې د حلب په قلعه کې د «عرش» په تالار کې نندارې ته وړاندې شوې.

په دغې پروژې کې د سورئې، سعودي عربستان، ترکیې، فلسطین، اردن، کویت، اماراتو، یمن، هالنډ، پاکستان، بنګله‌دیش، افغانستان، مصر، عراق، سوډان، لیبیا او الجزایر په شمول ۱۷ هېوادونو برخه اخیستې، چې د قرآن تر سیوري لاندې د اسلامي امت وحدت څرګندوي.

د شام مصحف د پاڼو لوړوالی ۲.۵ میټره او پلونوالی ئې ۱.۵۵ میټره دی او دا قرآن ۱۲۵  اصلي پاڼې او ۹ ضمیمه پاڼې لري.

د دغه قرآن هره پاڼه ۳۳ کرښې لري او د هغې اسلامي تزئینات،ښکلا او تذهیب د سوري-آلماني هنرمند «عبدالکریم درویش» لخوا ترسره شوی دی.

همدارنګه، دا قرآن د مصنوعي چرم یا څرمن  سره او په پرمختللې طریقه د ۲۰۲۴ کال د وروستیو ټیکنالوژیو په کارولو سره صحافي او چاپ شوی دی.

محمد معتز عبید له سانا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې شام مصحف  له سورئې څخه نړۍ ته د سولې او مینې پیغام لیږدوي او د ننګونو په لیرې کولو سره ئې معنوي او کلتوري ارزښتونه انځور کړي دي.

د سورئې د اوقافو وزارت پلان لري، چې د دغه قرآن لومړۍ نسخه د دمشق په جامع اموي جومات کې ځای پر ځای کړي او نورې نسخې  ئې د اسلامي وحدت د پیاوړتیا په موخه مسجد الحرام، مسجد النبي (ص) او مسجد الاقصی ته واستوي.

دا قرآن د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ کلونو پورې د فقهي او ژبپوهنې له پلوه پلټول شوی  و او د سورئې د اوقافو وزارت او د هغې د علماوو شورا له خوا ئې رسمي تأیید ترلاسه کړ.

همدارنګه، د اردن د اوقافو وزارت په ۲۰۱۲ کال او الازهر په ۲۰۲۲ کال کې دا تأیید کړ. دا پروژه د نړیوالو ریکارډونو د ګینس کتاب لپاره وړاندې شوې او په ځانګړي شمېرې سره د رسمي ثبت په تمه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4303165

captcha